د خوړو نړيوال پروګرام مشره: پر ښځو له بنديز وروسته مو افغانستان کې کارونه تقريباً ناممکن شوي دي

انځور - ارشيف

د خوړو د نړیوال پروګرام مشره سنډي مک‌کین وايي، د طالبانو له‌خوا د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولو په افغانستان کې د دې سازمان فعالیتونه تقریباً ناممکن کړي دي.

نوموړې پرون په خپل ټويټر کې ليکلي، چې ښځې د نړۍ د خوړو د پروګرام د ملا د تیر حیثیت لري او د دې ادارې ۹۶۰۰ ښځينه کارکوونکې په نړۍ کې له لوږې سره مبارزه کوي.

مېرمن مک‌کین زیاتوي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې میلیونونه خلک له لوږې سره مخ دي، د طالبانو دا پرېکړه چې په ملګرو ملتونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی، د منلو وړ نه‌ده.