پاکستان افغانستان ته د خپلو صادراتو د زياتوالي خبر ورکړی

ارشيف

پاکستان وايي، د روان مالي کال په لومړیو ۸ میاشتو کې یې افغانستان ته صادرات د تېر مالي کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۱۷ زیات شوي دي.

د پاکستان مرکزي بانک (سټېټ بېنک) پرون وویل، د ۲۰۲۲ له جولای څخه د ۲۰۲۳ تر فبرورۍ پورې یې افغانستان ته په صادراتو کې ۱۷ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

له بلې خوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو غړی خان‌جان الکوزی وايي، په وروستي یو کال کې پاکستان ته د افغانستان صادرات یو ميلیارد ډالرو ته رسېدلي دي.

ده تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل، په وروستیو دوو میاشتو کې چې د مېوو او سبزیو د صادراتو وخت نه‌دی، پاکستان ته د افغانستان صادرات یو څه کم شوي دي.

ښاغلي الکوزي افغانستان ته د پاکستان د صادراتو په اړه وویل: "له پاکستانه زموږ واردات کم شوي دي، که څه هم د پخوا په نسبت په وروستیو دوو میاشتو کې ښه شوي دي خو د تېرو کلونو په پرتله تر یو ميلیارد ډالرو کم شوي دي."

پاکستان ته د افغانستان د صادراتو په زیاتېدو کې د سکرو ونډه تر ټولو زیاته ده.