د فرانسې ولسمشر له چينايي چارواکو سره ليده کاته پيل کړي

د فرانسې او چين ولسمشران

د فرانسې ولسمشر ایمانول ماکرون د اورپايي ټولنې له مشرې اورزلافون درلین سره له لیدو وروسته یو ځای نن د "اپریل ۶ مه" د چینايي چارواکو سره د کلونو کړکېچونو اړیکو د بیا رغولو په موخه د لیدو کتو لړۍ پیل کړه.

چینايي لوړ پوړو چارواکو ولسمشر ماکرون ته ښه راغلاست ویلی دی.

ښاغلي ماکرون او فون درلین دواړو ویلي چې، دوی غواړي چین دې ته وهڅوي چې په اوکراین کې د سولې راوستلو لپاره پر روسیې له خپل نفوذ څخه کار واخلي او یا لږ تر لږ په دې جګړه کې په مستقیم ډول د مسکو له ملاتړ څخه د بیجینګ مخه ونیسي.

د اروپايي ټولنې مشران په داسې حال کې چین ته سفر کوي چې، تېره اوونۍ د چین ولسمشر شي جین پینګ مسکو ته په سفر تللی و او د روسیې ولسمشر سره يې د لیدو پر مهال هغه ته د ښه ملګري خطاب هم کړی و.