د ايران او سعودي بهرنيو چارو وزيرانو چين کې لومړۍ رسمي ناسته کړې

حسين امير عبداللهيان او فيصل بن فرحان

د سعودي عربستان دولتي ټلوېزیون الاخباریه ویلي، د ایران او عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو له اوو کلونو وروسته په چین کې د خپلو لوړ پوړو ډیپلوماټانو لومړنۍ رسمي ناسته ترسره کړه.

دا ناسته له کلونو وروسته د چین په منځ‌ګړیتوب د منځني ختیځ د هېوادونو تر منځ د اړیکو د بیا رغولو لپاره ترسره شوې ده.

تهران او ریاض موافقه کړې چې ډیپلوماټیک جنجالونه به پای ته رسوي او خپل سفارتونه به بېرته پرانیزي.

سعودي عربستان له هغې وروسته په ۲۰۱۶ کال کې له ایران سره اړیکې پرې کړې، چې په تهران کې يې پر سفارت د یوه شعیه عالم د اعدامولو پر سر د شخړې پر مهال برید وشو.