د پاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې د اته وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړی

پاکستاني پوځيان د عملياتو پر مهال، ارشيف

د پاکستان پوځ په جنوبي وزیرستان کې د سخت‌دریځو پر یوه پټن‌ځای د عملیاتو په نتیجه کې د اته وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړی.

د اسوشټید پرېس اژانس د راپور له مخې پوځ ویلي چې، د استخباراتي معلوماتو پر اساس دغه عملیات تېره شپه د جنوبي وزیرستان په شین ورسک سیمه کې ترسره شول چې یو سرتېری په‌کې وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

د پاکستان پوځ نه‌دي ویلي چې، دغه عملیات یې پر کومې وسله‌والې ډلې کړي، خو په سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي ډله فعاله ده.

پوځ ویلي، وژل شویو سخت‌دریځو وسله‌والو پر امنیتي ځواکونو په حملو او د بې‌ګناه وګړو په وژلو کې فعال لاس درلود.

ټي‌ټي‌پي یا کومې بلې وسله‌والې ډلې تر اوسه د پوځ د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.