بلېنکن: د يوناما پر ښځينه کارکوونکو د بنديز پرېکړه پر مرستو متکي افغانان ګواښي

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، دی د طالبانو د غندنې وړ یوې بلې پرېکړې چې د ملګروملتونو افغان ښځینه کارکونکې یې له کاره راګرځولې، اندېښمن کړی دی.

بلېنکن نن په یوه ټویټ کې ویلي، دغه پرېکړه زیانګالي افغانان چې پر بشري مرستو متکي دي، ګواښي.

هغه زیاته کړې، موږ له طالبانو غواړو چې افغانانو ته لومړیتوب ورکړي او خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي.

په عین حال کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ ویلي، متحده ایالات د طالبانو له‌خوا د ملګروملتونو پر ښځینه کارکونکو د کار بندیز د غندنې په اړه له خپلو د ملګروملتونو له شریکانو سره ولاړ دی.

وېسټ نن په یوه ټویټ کې د طالبانو دغه پرېکړه ځوروونکې او هغه یې یو بل ګام شاته تګ بللی چې د ده په خبره زیان یې افغان ولس ته رسیږي.