بلېنکن: روسيې د والسټريټ ژورنال امريکايي خبريال په غلطۍ کې توقيف کړی

د والسټریت ژورنال امریکایي خبریال ایوان ګیرشکوویچ چې روسيې توقيف کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، په دې کې هیڅ شک نه‌شته چې روسیې د والسټریت ژورنال امریکایي خبریال په غلطۍ سره توقیف کړی دی.

بلینکن پرون چهارشنبه د ناټو په مرکز بروکسل کې خبریالانو ته وویل، دوی د ایوان ګیرشکوویچ (Evan Gershkovich) پر قضیه کار کوي.

دغه امریکایی خبریال چې د اوکراین د جګړې په اړه یې د روسانو په نظرونو راپورونه برابرول، تېره اوونۍ روسیې امریکا ته د جاسوسۍ په تور توقیف کړ.

د سپینۍ ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، دوی په دې تړاو واشنګټن کې د روسیې سفیر احضار کړی دی.

لوېدیځو هېوادونو تر دې وړاندې روسیه تورنه کړې چې پر ازادو رسنیو یې د فعالیت کړۍ تنګه کړې ده.