طالبان: افغانستان کې له داعش پرته بله هيڅ ترهګره ډله فعاليت نه‌لري

د داعش وسله‌والې ډلې بيرغ، ارشيف

د طالبانو حکومت وایي، دا مهال له داعش پرته بله هیڅ نړیواله ترهګره ډله په افغانستان کې فعالیت نه‌لري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، د سیمې او نړۍ د هېوادونو له‌خوا د نورو ترهګرو ډلو د موجودیت خبره، د ده په ټکو هغو ډلو ته تبلیغ کول دي.

نوموړي وويل: "داعش ډېر په ټیټه کچه اوس په افغانستان کې شته او له پخوا نه ډېر ځپل شوی دی. د اسلامي امارت ځواکونه لا هم د هغوی په وړاندې په ټینګه ولاړ دي. د بل چا ډلې په افغانستان کې نه‌شته او دلته یې ښودل هم سم نه‌دي."

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې تازه له واشنګټن نه خپرېدونکې ډیپلومات مجلې د ملګرو ملتونو په حواله په افغانستان کې د القاعده، ټي‌ټي‌پي او یو شمېر نورو وسله‌والو ډلو د موجودیت خبره کړې ده.

ډيپلومات ویلي، افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو راهیسې پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي یا تحریک طالبان پاکستان بریدونه ۵۲ فیصده زیات شوي دي.

طالبانو د دوحې په تړون کې امریکا ته ژمنه ورکړې چې د القاعده په ګډون به ټولو نړیوالو ترهګریزو ډلو سره اړیکې شلوي، خو تېر کال اوړي کې کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري وژل کېدو، دغه ژمنې تر پوښتنې لاندې راوستې.