ام‌اس‌اف: کاري ډلې مو د طالبانو له نوي بنديز نه‌دي اغېزمنې شوي

د بې پولو ډاکټرانو د ټولنې نښان

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وایي، په افغانستان کې د دوی کاري ډلې د مېرمنو د کار د بندیز په برخه کې د طالبانو له نوي اقدامه نه‌دي متاثره شوي.

دغې ټولنې چې مرکز یې په واشنګټن کې دی، پرون ناوخته په یوه خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د ښځینه کارکونکو د کار د بندیز په برخه کې د طالبانو پرېکړه غندلې او ویلې یې دي، ښځې د بشري مرستو او روغتیایي خدمتونو په رسولو کې مهم رول لري.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې ویلي، په افغانستان کې تر ډېره د بې‌کارۍ له کبله خلک په بشري مرستو متکي او له شدیدې بې‌وزلۍ سره مخامخ دي.

د ناروې د کډوالو شورا په ګډون بېلابېلو نورو سازمانونو او ټولنو هم د طالبانو هغه اقدام غندلی چې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکونکې یې له دندو منعه کړي دي.