ګوتېرش: پر ښځينه کارکوونکو بنديز له بشري حقونو سرغړونه ده

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د طالبانو له‌خوا د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځینه کارکونکو د کار بندیز د بشري حقونو د نه زغملو وړ سرغړونه بللې ده.

ښاغلي ګوتېرش پرون ناوخته پر خپله ټویټرپاڼه له طالبانو وغوښتل چې، سم‌لاسي دا او نور هغه حکمونه بېرته واخلي چې تعلیم او کار ته د ښځو او نجونو حقونه محدودوي.

بل لورته یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت هم ویلي، د اوسنیو چارواکو له‌خوا د دوی پر ښځینه کارکوونکو بندیز غیر قانوني او د نه منلو وړ عمل دی.

یوناما پرون ماښام په یوه اعلامیه کې د طالبانو د دې اقدام په وړاندې یو ځل بیا شدید اعتراض څرګند کړی او هیله یې څرګنده کړې چې طالبان دا حکم بېرته واخلي.

په اعلامیه کې راغلي، طالبانو له ملګرو ملتونو غوښتي چې هیڅ افغانه ښځه د دوی په ماموریت کې د کار حق نه‌لري او دا حکم سم‌لاسي عملي دی.