د فرانسې ولسمشر نن پېکېنګ ته رسېږي

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

تمه ده چې د فرانسې ولسمشر نن پېکېنګ ته ورسېږي.

ایمانویل مکرون هیله لري چې د دې سفر په ترڅ کې به، چین پر اوکراین د روسیې د یرغل له ملاتړ څخه لاس اخیستو ته وهڅوي او همدا راز له دې لوی تجارتي شریک سره به د اړیکو پر نږدې کولو خبرې وکړي.

د مکرون د درې ورځني سفر له پیل مخکې د هغه د دفتر یوه چارواکي خبریالانو ته وویل، مکرون به له خپل چینايي سیال شي جین پینګ سره د خبرو پر مهال د اوکراین په مسئله کې قاطع دریځ ولري خو لاره به یې د واشنګټن له طریقې څخه چې عموما د مستقیم تقابل لحن لري، جلا وي.