د بشري حقونو يوه ډله: ايراني ځواکونو د مظاهرو په تور ۵۳۷ کسان وژلي

ايران کې حکومت ضد لاريونونه

د بشري حقونو یوه ډله وايي چې د ایران امنیتي ځواکونو په سپټمبر میاشت کې پر مظاهره چیانو د فشارونو په لړ کې لږ تر لږه ۵۳۷ کسان وژلي دي.

په ناروې کې دېره د ایران د بشري حقونو ډلې پرون سه‌شنبه ویلي، په دې موده کې د مظاهرو د تورونو په تړاو څلور کسان اعدام شوي او تر ۳۰۰ زیات نور کسان په همدې موده کې په نورو تورونو په دار ځړول شوي دي.

دې ډلې دا د ټولنې د ډارولو لپاره یو بل تاکتیک یاد کړی دی.

په ایران کې د سپټمبر په نیمايي کې پراخې مظاهرې وروسته له هغې پیل شوې، چې د مهسا امیني په نوم یوې ښځې د پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه.

هغه چې په خټه کردۍ وه، په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیول شوې وه.

د ایران چارواکو د دغو مظاهرو په وړاندې له فشارونو کار واخیست چې د بشري حقونو ډلې وايي، مظاهره چیان په مستقیم ډول په مرمۍ هم ویشتل شوي دي.

د ایران د بشري حقونو ډلې مخکې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۸۸ تنه یاد کړی دی.