يونېسف: د افغانستان په ختيځ کې د ګوزڼ ضد واکسين سبا پای ته رسيږي

ارشيف

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، د افغانستان په ختیځ کې د ګوزڼ پر خلاف د واکسین ورکولو کمپاین سبا پنج شنبه پای ته رسيږي.

د یونېسف د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د عامه اړیکو مسوول کمال شاه پرون ازادي راډیو ته وویل، دغه کمپاین تېره دوشنبه پیل شوی.

نوموړي وويل: "د دې کمپاین په ترڅ کې به شا و خوا یو اعشاریه یو ميلیون هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، د پولیو واکسین ورکړل شي، چې دوی په سیمه کې د پولیو له موجوده وایروس په امان وي."

سږ کال په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو کومه مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې، خو په پاکستان کې تر اوسه یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

تېر میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو یوازې دوې مثبتې پېښې ثبت شوې وې، خو په پاکستان کې ۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوي چې، ټولې یې په خیبر پښتونخوا ایالت کې وې، چې افغانان ورته ډېر تګ راتګ کوي.