پاکستان کې د يو چينايي شرکت په کمپ کې اور لګېدلی

پاکستان کې د چينايي شرکت په کمپ کې اور لګېدنه

چارواکي د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د یوه چینایي شرکت په کمپ کې د اورلګېدو خبر ورکوي.

پولیسو ویلي چې، دغه اور نن سهار وختي د خیبرپښتونخوا ایالت په کوهستان ولسوالۍ کې د هغه چینایي شرکت په کمپ کې لګېدلی چې په سیمه کې د داسو د اوبو برښنا بند د جوړولو چارې مخ ته وړي.

پولیسو ویلي چې، دغه اور د دې شرکت یو ګودام له مینځه وړی دی.

په دغه کمپ کې چینایي انجینران، سروې کوونکي او تخنیکران اوسېدل چې د پولیسو په وینا په دې پېښه کې چاته زیان نه‌دی رسېدلی.

د پولیسو یوه چارواکي ویلي، ګومان کېږي چې د برښنا شارټي د دغه د اور لګېدو سبب شوې ده.

له ۲۰۱۵ کال راهیسې پیکنګ د چین ـ پاکستان د اقتصادي کوریدور د سترې پروژې په چوکاټ کې په دې هېواد کې د ملیارډونو ډالرو پانګونه کړې ده.