يوناما ننګرهار کې د ښځينه کارکوونکو د حاضرۍ ورکولو پر بنديز اندېښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو يوه کارکوونکې چې نورو ښځو ته خدمات وړاندې کوي، ارشيف

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت، یوناما په دې اړه چې په ننګرهار کې د ملګروملتونو د هغو ښځینه کارکونکو چې د کار لپاره یې حاضري ورکوله مخه نیول شوې، ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

یوناما نن په یوه ټویټ کې ویلي، موږ واکمنو چارواکو ته وایو دا په یاد ولرئ چې د ملګروملتونو ادارې د خپلو ښځینه کارکونکو پرته نه‌شي کولای چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه او د ژوند ژغورنې د مرستو چارې سرته ورسوي.

د طالبانو چارواکو تر اوسه د یوناما د دغې اندېښنې په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو په تېره ډسمبر میاشت کې چې طالبانو په افغانستان کې په غیردولتي مؤسسو کې ښځینه کارکونکې له کاره راګرځولې، ډېرو مرستندویه ادارو خپل فعالیتونه درولي یا یې کم کړي دي.