طالبانو مزارشريف کې د روسيې قونسلګرۍ بيا فعالېدل تاييد کړل

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بلخ ولايت موقعيت

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې، په مزارشریف کې د روسیې قونسلګرۍ بیا فعالیت پیل کړی دی.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابولوف پرون تاس خبري اژانس ته ویلي و، په مزارشریف کې د روسیې د قونسلګرۍ مخکې کار پیل کړی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد نن په یو غږیز پیغام کې دا خبر تایید کړ.

نوموړي ويلي: "د روسیې تخنیکي ډلې څو میاشتې مخکې قونسلګرۍ ته رسېدلې وې، د دې لپاره چې هلته قونسلي خدماتو د بیا پیل لپاره زمینه برابره کړي او هغه تخنیکي کارونه چې پاتې دي پر مخ یوسي."

د طالبانو حکومت د نړۍ هېڅ هېواد هم په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو په وروستیو کې د سیمې په ځینو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه یا قونسلګرۍ د طالبانو استازو ته سپارل شوې دي.