د فاریاب د اندخوۍ د ریللارې تمځي ته برښنا رسول کېږي

ارشیف

د فاریاب ولایت اندخوی د ریللارې تمځي ته د برښنا د رسولو پروژې کار پیل شو.

د طالبانو د حکومت د ریللارو ادارې دغه پروژه د دوشنبې په ورځ پرانیسته.

د طالبانو د حکومت د ریللارو د ادارې ویندوی سمیع دراني ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "دغه پروژه چې په یوه نیمه میاشت کې به یې چارې پای ته ورسېږي، د اته میلیونه درې سوه زره افغانیو په بدل کې قرارداد شوې ده، چې ورسره به د اندخوۍ سټېشن له کافي برق څخه برخمن کېږي."

افغانستان په سلو کې اویا برښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي خو په تېر ژمي کې چې ازبکستان خپله برښنا پرچاو کړې وه، د پلازمېنې کابل په شمول په ډېرو ولایتونو کې د برښنا د کموالي او نشتوالي له کبله خلک له کړاو سره مخامخ وو.