طالبانو په بلخ کې د داعش د ۶ غړو د وژلو ادعا وکړه

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بلخ ولایت موقعیت

د طالبانو د حکومت د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، مزارشریف ښار ته نږدې په نهر شاهي ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات د داعش د ۶ غړیو په وژلو پای ته رسېدلي دي.

محمداصف وزیري تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو په نهر شاهي ولسوالۍ کې د داعش پر یوه پټنځای عملیات وکړل.

ده د دې نښتې په ترڅ کې طالب ځواکونو ته د مرګ ژوبلو د اوښتو په اړه څه ونه ویل.

د راپورونو له مخې، د طالبانو او داعش ځواکونو ترمنځ دې نښتې څو ساعته دوام وکړ.

په وروستیو کې په مزارشریف کې د طالبانو او داعش ترمنځ د نښتو دا څویمه پېښه ده.

د تېر حوت په ۱۸مه د بلخ ولایت لپاره د طالبانو والي محمد داوود مزمل په خپل دفتر کې ووژل شو او مسوولیت یې داعش پر غاړه واخیست.