ایران د نجونو زده کوونکو له خوا د حجاب نه مراعتولو په غبرګون نوې پرېکړه کړې

د تهران پوهنتون د ښځینه محصلانو د اعتراضیه غونډې یو انځور

د ایران حکومت اعلان کړی چې په پوهنتونو او ښوونځیو کې هغو نجونو ته چې حجاب نه رعایتوي ښوونیز خدمات نه وړاندې کوي.

دا خبره د ایران د پوهنې وزارت په یوه اعلامیه کې نن دوشنبه خپره شوې ده.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې دا پرېکړه د حجاب د فرهنګ او د اسلامي عقایدو له مخې نیول شوې ده.

تر دې یوه ورځ مخکې هم د ایران د علومو او روغتیا وزارتونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې له دې وروسته به پوهنتونونه 'بې حجابه محصلینو' ته هېڅ ډول تعلیمي، فلاحي او استوګنیز خدمات نه وړاندې کوي.

په ایران کې د وروستیو لاریونونو راهیسې چې د تهران د پولیسو د ګزمې په توقیف کې د مهسا امیني د وژل کېدو په غبرګون کې پيل شوې په مختلفو ښارونو کې د هغو ښځو او نجونو شمېر خورا زیات شوی چې اجباري حجاب نه مني.

ډېر داسې انځورونه شته چې په عامه ځایونو کې له حجاب پرته ګڼې ښځې او نجونې تګ راتګ کوي.