د روسيې په ختيځ کې زوروره زلزله شوې

روسيه کې زلزله، انځور - ارشيف

یوې زورورې زلزلې نن دوشنبه د روسیې د لیرې ختیځ سواحل ولړزول، خو د ځاني او مالي زیان راپور نه‌دی ورکړل شوی.

د دې زلزلې شدت د ریښتر په مقیاس شپږ اعشاریه نهه درجې ښوول شوی او د روسیې د اضطراري چارو وزارت وايي، د څونامي توفان یا هم سم د لاسه د مرګ‌ژوبلې یا هم ویجاړیو خبر نه‌دی ورکړل شوی.

د زلزلې مرکز د روسیې په پیټرو-پاف-لوفسک-کام-چاڅکي کې تر ځمکې لاندې ۱۰۰ کیلومتره ژور و.

د رسنیو په خپرو شویو تصويرونو کې ښکاري چې په کامچاتکا ټاپووزمه کې ځینو ودانیو درزونه کړي او په سوپر مارکېټونو کې تر زلزلې وروسته بوتلونه مات شوي دي.

د کومې لویې ویجاړۍ راپور نه‌دی ورکړل شوی.