د کاسوو پخوانی ولسمشر 'هاشم تاچي' نن په هاګ کې محاکمه کېږي

د کاسوو پخوانی ولسمشر هاشم تاچي

د کاسوو پخوانی ولسمشر هاشم تاچي نن بیا په هاګ کې د وژنو او شکنجو په تور محاکمه کېږي.

پر هغه تورونه دي، چې له ۱۹۹۸ څخه یې تر ۱۹۹۹ م کاله پورې له سربیا سره د خپلواکۍ د جګړې پر مهال د وژنو او شکنجې وژونکی کمپاین پرمخ بېولی دی.

تاچي چې د خپل وخت د چریکي جګړې اتل ګڼل کېده، پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

ویل شوي ده، هغه وخت د کاسوو د ازادۍ غوښتونکي پوځ البانیايي نژاده غړي، سربان او روما وګړي د دښمن په توګه په نښه کړي دي.

په هغو کلونو کې یاغیانو د قدرت ترلاسه کولو هڅه کوله.

څارنوالان وايي، هاشم تاچي چې د «مار» په مستعار نامه یادېده، د جګړې پر مهال د کاسوو له ازادۍ غوښتونکي پوځ سره یو ځای تر ۱۰۰ زیات کسان وژلي دي، چې په هغو کې اعدامونه او له بندیانو سره بد چلند شامل دی.