روسيه کې د بمي چاودنې له امله يو پوځي بلاګر وژل شوی دی

روسيه کې د چاودنې سيمه

د روسیې په سنټ پټرزبرګ ښار کې پرون یکشنبه یوې بمي چاودنې د روسیې یو مشهور پوځي بلاګر وواژه او ځینې نور کسان يې ټپیان کړل.

د ټپیانو شمېر اوس ۳۲ ته رسېدلی، حال دا چې دغه شمېر ۲۵ ښوول شوی و.

د روسیې ریا دولتي اژانس د روغتیا وزارت په حواله راپور ورکړی چې، نن دوشنبه یې ویلي، په ټپیانو کې د لسو کسانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د روسیې پوځي بلاګر ولادین تاتارسکې په یوه کافي شاپ کې ووژل شو او دا د روسیې په خاوره کې دویمه وژنه ده، چې د اوکراین جګړې ته نږدې کس په‌کې په نښه کېږي.

د انټرفاکس خبري اژانس په ویناو د روسیې د کورنیو چارو وزارت د دریا تریپووا په نوم یوه ښخه په دې وژنه کې د دخالت په شک د مطلوبو کسانو په لیست کې شامله کړې ده.

لا معلومه نه‌ده، چې په دې وژنه کې څوک لاس لري.

د روسیې دولتي تحقیقاتي کمېټې ویلي، چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړې دي.