د جرمني د صدراعظم مرستيال اوکراين ته تللی

د جرمني د صدراعظم مرستیال رابرت هابیک

د جرمني د صدراعظم مرستیال رابرت هابیک پر سیاسي مسایلو د بحث لپاره نن دوشنبه د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېد.

له هغه سره په دې سفر کې د سوداګرو یو کوچنی هیئت ملګری دی.

ویل شوي دغه سفر تر ډېره پر پرمختیايي چارو او د انرژۍ په سکټور کې پر همکارۍ متمرکز دی.

هابیک چې د جرمني د صدراعظم مرستیال او د اقتصاد وزیر دی، کییف ته د سفر په درشل کې ویلي وو: هدف يې اوکراین ته هیله ورکول دي، چې دغه هېواد به تر جګړې وروسته بېرته رغول کېږي.

د ده په وینا د پانګونې په برخه کې هم له وړاندې پرېکړې شوي، چې په کومو ځایونو کې به وشي.

له کله چې روسیې د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل پیل کړی، دا لومړی وار دی، چې هابیک اوکراین ته سفر کوي.