بلخ کې يو طالب عسکر وروسته له هغه نيول شوی چې ټکسي چلوونکی يې وهلی و

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بلخ ولايت موقعيت

په بلخ کې د طالبانو د حکومت امنیتي چارواکي وایي، د امربالمعروف او نهی عن المنکر هغه کارکوونکی یې نیولی چې یو ټکسي چلونکی یې په څپېړه وهلی.

بلخ کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند اصف وزیري یکشنبه ناوخته رسنیو ته ویلي، دغه محتسب د اړوند ارګان له کړن‌لارې سرغړونه کړې او د قانون منګولو ته وسپارل شو.

د امربالمعروف او نهی عن المنکر دغه کارکونکی په یوه ویډیو کې چې ټولنیزو رسنیو کې ښکته پورته کېږي، ښکاري چې یو ټکسي چلوونکی په ظاهره د دې لپاره په څپېړه وهي چې ولې يې نامحرمه ښځه سپره کړې ده.

د دغې ټکسي په دویم سیټ کې یوه مېرمن لیدل کېږي چې له ماشوم سره ناسته ده او د همدې پېښې پر مهال له موټره ښکته کېږي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د لارښونې له‌مخې ښځې له محرم پرته هغه سفر نه‌شي کولای چې فاصله یې تر ۷۲ کیلومترو اوږده وي.