د کابل د ۱۱مې ناحیې اړوند خیرخانې سیمه کې چاودنه شوې

انځور - ارشيف

کابل کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل، چاودنه د یکشنبې په ماښام د هغه لاسي بمب په وسیله شوې چې نامعلومه کسانو غورځولی دی.

ځدراڼ وایي، پېښه کې چاته زیان نه‌دی اوښتی.

تر اوسه د پېښې نور جزیات معلوم نه‌دي او مسولیت یې هم کومې ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی.

د چاودنې هدف او انګېزه هم لا معلومه نه‌ده، خو تر دې وړاندې دغه ډول چاودنې تر ډېره د طالبانو پر پوځي موټرو شوي دي.