د روغتيا سازمان: افغانستان کې مو ۲۰۴ روغتيايي مرکزونه پر طبي وسايلو مجهز کړي

انځور - ارشيف

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګه وایي، دغه هېواد کې يې ۲۰۴ روغتیایي مرکزونه او ۶۷ د وینې بانکونه په طبي وسایلو مجهز کړي دي.

دغې ادارې د یکشنبې په ورځ ویلي، د دغو مرکزونو په تجهیز سره د عاجلو درملنو او د فزیکي پياوړتیا د هڅو ملاتړ کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د وینو په بانکونو کې يې لسګونه کسان د وینې اخیستو په برخه کې روزلي هم دي.

د روغتیا نړیوال سازمان تر دې وړاندې افغانستان کې د ۱۵۵ نورو طبي کڅوړو د مرستو خبر ورکړی دی.

په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان پر اقتصاد سربېره د روغتیا برخه هم متاثره شوې او له دغه سکتوره د نړیوالو ملاتړ په هغې کچه نه‌دی چې پخوا کلونو کې و.