زیلینسکي د روسیې له خوا د امنیت شورا مشري 'پوچ او ویجاړوونکی' تحول وباله

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د روسیې له خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر مشرۍ انتقاد وکړ او دا یې یو 'پوچ او ویجاړوونکی' تحول وباله.

زیلینسکي ویلي، دا ثابتوي، چې نړیوال بنسټونه په بشپړ ډول له ماتې سره مخامخ شوي دي.

د اوکراین ولسمشر چې تېره شپه ناوخته خبرې کولې زیاته کړه، هغه کسان چې د ترور مسوول دي، باید دا اجازه ونه لري، چې د نړیوالو ادارو مشري پر غاړه واخلي.

زیلینسکي وویل، د روسیې پوځ د اوکراین یو بل ۵ میاشتنی ماشوم هم وژلی، خو په عین حال کې روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره يي مشري اخلي.

روسیې پرون د یوې میاشتې لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره يي مشري واخیسته.

دا وروسته له هغې چې روسیې د ۲۰۲۲مکال په فبروري میاشت کې پر اوکراین یرغل کړی، لومړی وار دی چې د امنیت شورا مشري اخلي.

تر دې مخکې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا د روسیې له خوا د امنیت شورا مشري د نړیوالې ټولنې پرمخ یوه څپېړه بللې وه.

هغه د امنیت شورا له نورو غړو وغوښتل چې روسیه دې نه پرېږدي چې د امنیت شورا له مشرۍ ناوړه استفاده وکړي.