طالبانو په دایکندي کې افغان خبریال 'سیف الله رضايي' خوشې کړی

سیف الله رضايي

طالبانو افغان خبریال سیف الله رضايي تر څو ساعته بند وروسته بېرته خوشې کړی دی.

سیف الله رضايي د نسیم په نوم د یوې راډیو سره کار کاوه.

د دغه افغان خبریال یوه همکار د موضوع د حساسيت له امله د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې سیف الله رضايي د شنبې په ورځ د دایکندي په مرکز نیلي کې د 'ګل بادام' له چوک سره طالبانو وواهه او بیا یې له ځانه سره یووړ.

تر دې پېښې څو ساعته وروسته نسيم راډيو په خپله فېسبوک پاڼه خبر ورکړ چې سیف الله رضايي د دایکندي لپاره د طالبانو د اطلاعاتو فرهنګ د رييس په منځګړتوب خوشې شوی دی.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.