یو شمېر ساینسپوهانو د ډیجیټل ټکنالوژۍ د تم کېدو غوښتنه کړې

ارشیف

د ایلن ماسک او سټیو وزنیاک په شمول د کمپیوټر د علم یو شمېر ساینسپوهان او نوښتګر دې نتیجې ته رسېدلي چې پر ډیجیټل ټکنالوژۍ ورځ تر بلې د مصنوعي ذهانت یا ارټیفیشل انټلجنس تسلط زیاتېږي نو د شپږو میاشتو لپاره د دې چټکې پرمختلونکې ټکنالوژۍ د تم کېدو غوښتنه کوي.

دوی ویلي چې په دې شپږ میاشتو کې دې د مصنوعي ذهانت د خطرونو په اړه څېړنې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې سترې کمپنۍ بازار ته پر له پسې د مصنوعي ذهانت ټکنالوژي وړاندې کوي او ټاکل شوې ده چې ګوګل او مایکروسافټ ژر ورته ټکنالوژي بازار ته وړاندې کړي.