ملګروملتونو د معتادينو د درملنې له مرکزونو سره د طبي او خوراکي موادو مرسته کړې

د درملنې په موخه د معتادينو ټولول، ارشيف

د ملګروملتو دوو ادارو په ګډه په افغانستان کې په مخدرو موادو د روږدو کسانو د درملنې له ۲۴ مرکزونو سره د خوراکي موادو، طبي وسایلو او درملو مرسته وکړه.

د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره (یو این او ډي سي) وايي چې، د ملګروملتو د پراختیايي پروګرام په همکارۍ یې دا مرستې کړي دي.

دا اداره وايي، په افغانستان کې درې نیم میلیون تنه په مخدرو موادو روږدي دي او د دغه هېواد د معتادانو د درملنې په اکثرو مرکزونو کې د امکاناتو د نشتوالي له کبله درمل او نورو ضروري شیان نه موندل کېږي.

د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي، دې ډول مرستو ته به دوام ورکړي څو په مخدرو موادو د روږدو کسانو د درملنې لپاره اسانتیاوې ډېرې شي.