روسيې د والسټريټ ژورنال يو خبريال د جاسوسۍ په تور نيولی

ارشيف

د روسیې د فدرالي امنیت مسوولينو نن ویلي چې، د یکاترینبورګ ښار په اورال سیمه کې یې د والسټریت ژورنال ورځپاڼې یو خبریال د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

د والسټریټ ژورنال دغه خبریال ایوان ګرشکویچ (Evan Gershkovich) له څو اونیو را په دې خوا، له یاد ښاره د اوکراین د جګړې او د واګنر اجیرې ډلې په تړاو د روسانو د نظرونو په اړه راپورونه ورکول.

د روسیې د فدرالي امنیت د خدماتو څانګې (ایف.ایس.بي) په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې، ایوان ګرشکویچ د امریکا په لارښوونه دغلته د روسیې د یوه پټ پوځي صنعتي شرکت په تړاو معلومات راټولول.

د اعلامیې له‌مخې د دغه خبریال په وړاندې د جاسوسۍ یوه دوسیه پرانيستل شوې ده.

تر اوسه امریکایي چارواکو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.