د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا په مشرۍ د کابینې په وروستۍ غونډه کې پرېکړه شوې چې، د افغانستان د لویو لارو په اوږدو کې په هرو سلو کیلومترو کې دې یو جومات جوړ کړی شي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس وایي، د طالبانو د ټولګټو وزارت ته دنده سپارل شوې چې، هر جوړېدونکی جومات باید د نارینه او ښځینهو لپاره بېل ځایونه او ټولې لازمې اسانتیاوې ولري او ساتنه یې وکړي.
د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ دې غونډه کې همدارنګه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې چې په کابل ښار کې دې د نویو جوماتونو د جوړولو لپاره ځایونه مشخص او خپله څېړنه دې د کابینې له غونډې سره شریکه کړي.
د طالبانو حکومت د لویو لارو په اوږدو کې د نویو جوماتونو د جوړولو لپاره اقدام داسې مهال کوي چې په هېواد کې د ننه د هوا له لارې د لیرې سفرونو په برخه کې د ستونزو له امله اوس ډېری خلک د ځمکې له لارې په بسونو او نورو مسافر وړونکو موټرو کې سفر کوي.