پاکستان کې د څلورو پوليسو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی

د پاکستان پوځيان، ارشيف

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې د پولیسو پر پوسته وسله‌وال برید کې او د سړک غاړې بم په چاودنه کې د یو افسر په ګډون څلور پولیس وژل شوي او شپږ ژوبل دي.

د لکي مروت د پولیسو ویاند شاهد حمید خان د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل، وړمه شپه وسله‌والو د پولیسو پر پوسته برید وکړ چې، پنځه سرتېري په‌کې ټپیان شول.

هغه زیاته کړه، د لکي مروت د پولیسو مرستیال سرپرست اقبال مومند له نورو سرتېرو سره د پېښې ځای ته روان و چې موټر يې د سړک پر غاړه ښخ شوی ماین باندې وربرابر شو.

د حمید خان په خبره، په دې برید کې د مومند په ګډون څلور پولیس ووژل شول او یو ټپي دی.

د بریدونو مسولیت تر اوسه کوم چا پر غاړه نه‌دی اخیستی.

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې په دې وروستیو کې وسله‌وال بریدونه زیات شوی چې ډېر وخت يې مسولیت تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي پر غاړه اخیستی دی.