ګروسي: اوکراين کې د زاپوريژيا اټومي تاسيسات بايد له حملو خوندي وساتل شي

اوکراين کې د زاپوريژيا اټومي تاسيسات

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادرې مشر رافایل ګروسي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې، له حملو د اوکراین د زاپوریژیا د اټومي تاسیساتو د خوندي کولو لپاره باید له هر احتیاطي اقدام څخه کار واخیستل شي.

ګروسي چې اوکراین ته د یوه اتلس کسیز پلاوي په مشرۍ سفر کې له دغو تاسیساتو کتنه ترسره کړې، پرون چهارشنبې خبریالانو ته وویل عمومي وضعیت نه‌دی ښه شوی او دا واضح ده چې پوځي فعالیتونه په ټوله سیمه کې زیات شوي دي.

هغه یوځل بیا د دغو تاسیساتو اړوند د یوه خوندي زون د رامنځ‌ته کېدو غوښتنه وکړه.

ګروسي د دغو تاسیساتو له کتنې د مخه هیله ښودلې وه چې روسیه او اوکراین به پر دغو تاسیساتو د برید نه کولو د ژمنې په ګډون پر امنیتي اصولو هوکړه وکړي.

اوکراین له سیمې د روسي ځواکونو چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ له میاشتې راهیسې یې په ولکه کې ده، د وتلو غوښتنه کوي.