د اواکراين پوځ: پر بخموت د روسي پوځيانو د بريدونو لړۍ مو په شا تمبولې

اوکرايني سرتېری

د اوکراین پوځ وایي، پر بخموت ښار د روسي پوځیانو د درنو بریدونو یوه لړۍ یې په شا تمبولې ده.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر د چهارشنبې په ورځ په خپل ورځني راپور کې وویل، بخموت ښار د دوی تر کنټرول لاندې دی.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وایي، هېواد یې په هیڅ صورت د بخموت په جګړه کې ناکامه کېدای نه‌شي.

د اوکراین پر ختیځ سربېره د دغه هېواد په جنوبي ښار خیرسون کې هم توده جګړه روانه ده.

په دغه ښار کې د اوکراین د پوځ یوه مسول ویلي، په څلورویشتو ساعتونو کې د روسي پوځیانو تحرکات بې وقفې روان وو.