ايران کې د تري‌تم شوي سني امام عبدالغفار نقشبندي د احتمالي وژنې خبرداری ورکړل شوی

عبدالغفار نقشبندي

د ایران د سیستان بلوچستان ولایت د راسک سیمه د سنیانو امام چې دا مهال لادرکه دی، په یوه ويډیو کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا د ده د وژلو یا نیولو د احتمال خبرداری ورکوي.

د ازادي راډیو د ایران څانګې راډیو فردا پرون راپور ورکړ چې، په دې تړاو د عبدالغفار نقشبندي ویډیویي پيغام په تیلګرام چینل کې خپور شوی، خو کره نیټه یې معلومه نه‌ده.

د نقشبندي د کورنۍ غړي وایي، هغه څلور میاشتې وړاندې په مشهد کې د روحانیت ځانګړې محکمې ته ولاړ او له همغه وروسته یې څرک نه لګیږي.

دغه سني مذهبه مولوي په خپله ویډیو کې ویلي، په زاهدان کې د معترضانو د وژلو د غندلو په پار ممکن له هر خطر سره مخامخ شي.

د ایران دولتي رسنۍ له هغې ډلې ایرنا او تسنیم راپور ورکړی چې، نقشبندي په جاسوسۍ تورن شوی او د نیول کېدو له حکم وروسته یوه ګاونډي هېواد ته انتقال شوی دی.

د نقشبندي دفتر بیا دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي، د ایران رژیم غواړي چې هغه په فزیکي ډول له منځه یوسي.