د کړکېچ نړيواله ډله: د ټي‌ټي‌پي اصلي هسته په افغانستان کې ده

د ټي‌ټي‌پي جنګيالي، ارشيف

د کړکېچ نړیواله ډله وایي، د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټي‌ټي‌پي اصلي هسته په افغانستان کې ده.

دغې ډلې پرون چهارشنبه (د مارچ نهه ویشتمه) په خپل یوه راپور کې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو فکري ملګري بللي او ویلي یې دي، له کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، پاکستاني کې بریدونه ډېر شوي دي.

راپور کې راغلي، پاکستان کې پر پولیسو له دوو خونړیو بریدونو وروسته چې یو یې د جنورۍ په دېرشمه په پېښور او بل یې فبروري میاشت کې په کراچۍ کې وشو، د امنیتي ځواکونو د څارنې اقدامات جدي شوي دي.

راپور د کړکېچ نړیوالې ډلې د اسیا څانګې د سلاکارې سمینه احمد له‌خوا خپور شوی دی.

تر دې وړاندې ګڼو پاکستاني چارواکو هم تور پورې کړی چې، د پاکستاني طالبانو مرکزونه په افغانستان کې دي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي او په وار وار یې ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې چاته زیان نه پېښیږي.

افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو او حکومت د سولې د هڅو منځ‌ګړیتوب هم کړی، خو پاکستاني طالبانو تېره نومبر میاشت کې له خپل حکومت سره کړی اوربند مات کړ.