د روغتيا سازمان: افغانستان کې د شديدې تنفسي ناروغۍ تر څلور ميليون ډېرې پېښې ثبت شوي

انځور - ارشيف

د روغتیا نړیوال سازمان یا (ډبلیو‌ایچ‌او) وایي، د ژمي پر مهال په افغانستان کې د شدیدو تنفسي ناروغیو څه باندې څلور اعشاریه درې میلیونه پېښې ثبت شوي دي.

د دغه سازمان د افغانستان څانګې پرون چهارشنبه په یوه راپور کې ویلي، د دغو ناروغانو شاوخوا ۴۵ فیصده یې تر پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان دي.

په راپور کې سړه هوا د دغو ناروغیو اصلي لامل بلل شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان که څه هم د تنفسي ناروغیو له کبله د مړینې ارقام نه‌دي ورکړي، خو زیاته کړې ده چې په ټول افغانستان کې د دوی د طبي پرسونل چارې روانې دي او ګڼو ناروغانو ته انټي بیوټیک درمل تجویز شوي دي.