پرتګال کې د وروستۍ پېښې په اړه نوې موندې خپرې شوي

په لیزبن کې د وروستۍ پېښې په اړه د پولیسو د پلټنو یو انځور

د پرتګال چارواکو نن وویل چې هېڅ نښې نه دي موندل شوي چې په پلازمېنه لیزبن کې د اسماعیلیانو په اسلامي مرکز کې د دوو ښځو وژنه دې یو ترهګریز عمل وګڼل شي.

د پرتګال د قضایي پولیسو مشر لویس نیویس نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې پلټونکو نه ده موندلې چې توقیف شوي تورن کس چې دغه حمله یې د چړې په ذریعه ترسره کړې، په افراطي فعالیتونو کې لاس لرلی وي.

د پرتګال پولیسو د سې شنبې په ورځ وویل چې دغه پېښه د احتمالي تروریستي عمل په توګه څېړي.

د پرتګال د کورنیو چارو وزیرخوزي لیویس کارنیرو ویلي چې تورن یو افغان کډوال دی چې د پناه غوښتونکو لپاره د اروپایي ټولنې د یوه پروګرام په ترڅ کې دې هېواد ته ورغلی.

هغه ویلي چې دغه افغان له رواني پلوه په ناوړه حالت کې و ځکه خپله مېرمن یې پرتګال ته له رسېدو مخکې په یونان کې د کډوالو په یوه کمپ کې له لاسه ورکړې وه او په یواځې سر د نهو، اوو او څلورو کلونو په عمر د درې ماشومانو پالنه ورله غاړې ده.

نوموړی چې له تسلیمېدو یې ډډه کوله او د پولیسو په ډزو ویشتل شوی، اوس په روغتون کې دی.

د اسماعلیانو پردې مرکز په برید کې دوه کارکوونکې چې یوه د بریدکوونکي ۴۰ کلنه ښوونکې او بله یې ۲۰ کلنه ټولګيواله وه، وژل شوي او یوبل تن سخت ټپي شوی.