د شانګهای سازمان غړو هېواودنو غونډه کې د افغانستان پر وضعيت بحث کېږي

انځور: په ۲۰۲۲ کال کې د شانګهای سازمان غونډه

افغانستان به د شانګهای د همکارۍ د سازمان د غړیو هېوادونو د نننۍ غونډې د اجندا یوه مهممه موضوع وي.

په دغه غونډه کې چې د هند پلازمېنه نوی ډیلی به یې کوربه وي، د دې سازمان د امنیت شورا مسوولین له تروریزم سره د مبارزې، د مخدره موادو د قاچاق او تنظیم شویو جرمونو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړي.

که څه هم نه‌ده څرګنده چې په دې غونډه کې به په مشخص ډول د افغانستان اړوند پر کومو مسایلو خبرې وشي، خو د دې سازمان اکثره غړي چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ ګواښ ته اندېښنه لري.

خو پر افغانستان واکمنو طالبانو ویلي چې، هیچ چاته به اجازه ورنه‌کړي چې د دې هېواد له خاورې نورو ته ګواښ متوجه کړي.

افغانستان د دې سازمان چې په ۲۰۰۱ کال د شپږو هېوادونو، روسیې، چین، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له‌خوا جوړ شوی، څارونکی غړی دی.

هند او پاکستان یې په ۲۰۱۷ کال بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ او ایران، بیلاروس او منګولیا یې هم نور څارونکي غړي دي.