پاکستان د امريکا په نوښت د ډيموکراسۍ سرمشريزه کې ګډون نه کوي

د پاکستان او امريکا بيرغونه، ارشيف

پاکستان اعلان کړی چې، په روانه اوونۍ کې د متحدوایالتونو په نوښت د ډیموکراسۍ په نوم سرمشریزه کې ګډونه نه‌کوي.

د ولسمشر جوبایډن ادارې د نړۍ د ۱۲۰ هېوادونو مشرانو ته په دې غونډه کې چې نن او سبا په واشنګټن کې جوړېږي، د ګډون بلنه ورکړې.

د دې غونډې مشري به امریکا له کوستاریکا، هالنډ، جنوبي کوریا او زامبیا سره په ګډه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د امریکا او د غونډې د نورو تنظیموونکو مننه کړې او ویلي یې دي چې، پاکستان به د ډیموکراسۍ د اصولو د ترویج او پیاوړتیا په برخه کې له امریکا او د غونډې له نورو ګډونوالو سره دوه اړخیزه همکاري وکړي.