په 'سرپسکا' کې له غير انتفاعي سازمانونو د مالي راپورونو ورکولو غوښتنه شوې

د سرپسکا جمهوریت د عدلیې وزیر میلوش بوکیلوویچ

د بوسنیا هرزګوینا فډراسیون د سرپسکا جمهوریت یو چارواکی وايي، د بهرنیو اجنټانو د نوي قانون له‌مخې، تر دې وروسته غیرانتقاعي سازمانونه اړ دي، چې په عدلیې وزارت کې د خپل مالي په اړه راپور ورکړي.

د سرپسکا جمهوریت د عدلیې وزیر میلوش بوکیلوویچ پرون سه‌شنبه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "د یادولو وړ ده چې د کلني تفتیش تر څنګ دا قانون دا امکان برابروي، څو په سرپسکا جمهوریت کې ټول حقیقي اشخاص او حقوقي بنسټونه د درخواست یوه فورمه ولېږي او دغه سازمانونه کېدی شي له مخکېني پلان پرته هم وڅېړل شي او تفتیش یې وشي."

د راپورونو له‌مخې، د بوسنیا هرزګوینا فډراسیون په سرپسکا جمهوریت کې پر غیرانتفاعي بنسټونو چې له بهره تمویلېږي، فشارونه زیات شوي دي.