ايران کې د سپاه پاسداران يو جګپوړي قومندان اعتراض کوونکو ته خبرداری ورکړی

د سپاه پاسدران د پلي ځواکونو قومندان محمد پاکپور

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک یوه جګپوړي قومندان د ایران په جنوب ختیځ سیستان ـ بلوچستان ولایت کې معترضینو ته د رژیم له سرو کرښو د تېرېدو په وړاندې خبرداری ورکړی دی.

په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو په توقیف کې د ځوانې د مهسا امیني د مړینې په غبرګون کې د معترضینو د خونړۍ ځپنې وروسته هره اوونۍ د جمعې له لمانځه وروسته خلک د حکومت ضد اعتراضي لاریونونه ترسره کوي.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له‌مخې، د دغه ځواک د پلي ځواکونو قومندان محمد پاکپور ویلي چې، په دې ولايت کې لاریونونه هغه کسان چې ده ورانکاري افراد او دښمنان وبلل، ترسره کوي.

نوموړي خبرداری ورکړ چې که څوک د خلکو د امنيت د خرابولو هڅه وکړي، له سختو عواقبو سره به مخ شي.

هغه په دې اړه چې د حکومت لپاره سره کرښه څه ده، نور جزئیات ورنه‌کړل.

د سیستان ـ بلوچستان ولایت په ډېرو سیمو کې د انترنېټ د خرابوالي او د معترضینو کورنیو ته د امنیتي ادارو له‌خوا د ګواښ له امله د ډېرو نیول شویو کسانو د وضعیت په اړه کره معلومات نه‌شته.

په زاهدان کې د سپټمبر په دېرشمه د امنیتي ځواکونو له‌خوا په خونړي تاوتریخوالي کې نږدې سل کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي و.