د پرتګال پلازمېنه کې د يو بريد پر مهال دوه تنه وژل شوي

پرتګال کې پر اسماعيله فرقې د بريد سيمه

د پرتګال په پلازمېنه لیزبن کې نن د اسماعلیه فرقې پر یوه مرکز په برید کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د پرتګال پولیسو په یوه بیان کې وویل چې، د شیعه مسلمانانو پر دغه مرکز ياد برید نن سهار شاوخوا یوولس بجې یوه کس د چړې په ذریعه وکړ.

پولیسو د بریدکوونکو هویت نه‌دی په ډاګه کړی، خو ویلي یې دي چې هغه د پولیسو له‌خوا په ډزو له ویشتل کېدو وروسته نیول شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.

د سي‌ان‌ان پرتګال، تورن برید کوونکی یو افغان ښودلی دی.

په لیزبن کې دغه مرکز چې د عبادت سالونونه، ټولګي د غونډو خونې او د ننداتون لپاره ځایونه لري، د نړۍ د اسماعیلیانو د مشرکریم اغا خان له‌خوا په ۱۹۹۸ کال پرانيستل شوی دی.