د مطیع الله ویسا کورنۍ: طالبانو زمونږ په کور چاپه اچولې

د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا

د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا کورنۍ ادعا کوي او وایي، طالبانو یې پر کور چاپه اچولې او دوی یې ګواښلي دي.

وروسته تر هغه چې تېره ورځ په کابل کې د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا د طالبانو د استخباراتو لخوا ونیول شو، د نوموړي د کورنۍ غړي وایي، طالبانو نن غرمه په خوشحال خان مېنه کې د دوی پر کور چاپه اچولې ګرځنډه ټلیفون، کاغذونه او یو شمېر اسناد یې له ځان سره وړي دي.

د ویسا کورنۍ وايي، طالبانو ګواښلي چې له رسنیو سره خبري ونه کړي.

طالبانو تر اوسه نه دي ویلي چې مطیع الله ویسا یې ولې بندي کړی دی.

په عین وخت کې د طالبانو لخوا د مطیع‌الله ویسا نیول کېدو پراخ غبرګونونه راپارولي دي .

د یوناما په شمول د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو د طالبانو دا کار غندلی او د هغه د ژر خوشې کېدو غوښتنه یې کړې.

مطیع الله ویسا د تېرو ۱۴ کلونو راهیسې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د ماشومانو د زده کړو لپاره هڅې کوي.