یوناما: طالبان دې د مدني فعال 'مطیع الله ویسا' د نیولو دلیل روښانه کړي

د مطیع الله ویسا ورور محمد ولي اخلاقي ازادي راډیو ته وویل چې ویسا تېر ماښام دکابل خوشال خان مېنه کې د طالبانو استخباراتو ونیوه او نامعلوم ځای ته یې بوته.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د طالبانو له حکومته غوښتي چې د مدني فعال او قلم لارې ټولنې د مشر مطیع الله ویسا د نیولو دلیل روښانه کړي.

یوناما نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې طالبان دې د ویسا ځای ځایږی هم معلوم او کورنۍ او حقوقي استازي ته د لاسرسي زمینه دې ورته برابره کړي.

بل لورته د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي د مطیع الله ویسا د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

ریچارد بېنیټ نن سهار پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د طالبانو له خوا د ویسا د نیول کېدو راپورونو اندېښمن کړی دی.

د مطیع الله ویسا ورور محمد ولي اخلاقي ازادي راډیو ته وویل چې ویسا تېر ماښام دکابل خوشال خان مېنه کې د طالبانو استخباراتو ونیوه او نامعلوم ځای ته یې بوته.

طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

مطیع الله ویسا له شاوخوا ۱۴ کلونو راهیسې په لرو پرتو ولایتونو کې د تعلیم د عامېدو کمپاینونه مخته وړي.