د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې یا داعش په کابل کې د پروني خونړي برید مسوولیت منلی دی.
رویټرز اژانس تېره شپه ناوخته د داعش د ټیلګرام چېنل په حواله دا خبر ورکړی دی.
په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د ودانۍ مخې ته په پرونۍ چاودنه کې د یو ماشوم په ګډون شپږ کسان ووژل شول.
په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر په کابل کې د دغې چاودنې په اړه په غبرګون کې ویلي چې دا ډول حملې د منلو وړ نه دي.
یوناما په دې اړه په یوه ټویټ کې وویل، دا د منلو وړ نه ده چې پر افغانانو د عادي ژوند په حال کې حملې کېږي.
داعش د دغه برید مسولیت داسې مهال اخلي چې وړمه شپه د طالبانو د حکومت استخباراتو وویل چې اونۍ وړاندې یې مزار شریف کې د داعش درې مهم مشران وژلي دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون دوشنبه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، د داعش په وړاندې دغه عملیات له دغې ډلې سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د ژمنو عملي کول دي.