یوناما په کابل کې پرونی برید د نه منلو وړ وباله

په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته له چاودنې وروسته امبولانس د پېښې مړه او ټپیان لېږدوي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر په کابل کې د پرونۍ چاودنې په اړه په غبرګون کې ویلي چې دا ډول حملې د منلو وړ نه دي.

په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د ودانۍ مخې ته په پرونۍ چاودنه کې د یو ماشوم په ګډون شپږ کسان ووژل شول.

یوناما پرون په دې اړه په یوه ټویټ کې وویل، دا د منلو وړ نه ده چې پر افغانانو د عادي ژوند په حال کې حملې کېږي.

د پرونۍ حملې مسوولیت داعش ډلې منلی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د اکثر دې ډول تروریستي حملو مسوولیت داعش ډلې منلی دی.