د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د ۳ شل اوریزو لوبو د لړۍ په وروستۍ لوبه کې افغانستان ته د ۶۶ منډو په تفاوت ماتې ورکړه.
په وروستۍ سیالۍ کې افغان لوبډلمشر پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.
پاکستان د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۲ منډې جوې کړې.
په پاکستانیو توپ وهونکو کې صایم ایوب ۴۹، افتخاراحمد۳۱ او لوبډلمشر شاداب خان ۲۸ منډې جوړې کړې.
د افغان لوبډلې په توپ اچونکو کې مجیب الرحمن ۲ او نورو ټولو توپ اچونکو یوه یوه وېکټ واخیسته.
افغان لوبډلې په توپوهنه کې خپل ټول لوبغاړي تر ۱۱۶ منډو جوړولو وروسته له لاسه ورکړل او ۱۸.۴ اورونه یې ولوبول.
د افغانستان په توپ وهونکو کې عظمت الله عمرزی تر ټولو ښه ولوبېد، هغه ۲۱ منډې وکړې.
دغه راز په دې سیالۍ کې صدیق الله اتل د لومړي ځل لپاره د افغانستان استازولي وکړه.
نوموړي په ۱۹ توپونو یوازې ۱۱ منډې جوړې کړې.
پاکستان ته بیا چټک توپ اچونکي احسان الله او شاداب خان ۳ـ۳ وېکټې وسوځولې.
شاداب خان د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه هم وګټله.
د دې لوبلړۍ لومړنۍ دواړه لوبې افغانستان ګټلې وې او دا لومړی ځل دی چې افغانستان پاکستان ته د شل اوریزو لوبو په لوبلړۍ کې ماتې ورکوي.
محمد نبي عیسی خېل د دې لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.