د بيبيسي د فارسي راډیو څانګه له نږدې ۸۳ کلونو فعالیت وروسته پرون یکشنبې وتړل شوه.
بيبيسي فارسي په خپله ویبپاڼه کې ویلي چې، وروستی پروګرام یې چشم انداز بامدادي و چې په خپرېدو سره یې نور د دې راډیو غږ بند شو.
د بيبيسي فارسي راډیو د ۱۹۴۰ کال د ډسمبرپه ۲۸ رسماً په فعالیت پیل کړی و چې، په ایران، افغانستان او نوره نړۍ کې یې په ميلیونونو اورېدونکي درلودل.
بيبيسي د تېر کال په لومړیو کې اعلان کړی و چې، له دې وروسته تر ډېره بریده پر ډيجیټلي خپرونو تمرکز کوي او د دې خپرېدونکې شبکې یو شمېر څانګې به وتړي.
د تېرې پنجشنبې په ورځ د خدای پاماني په هغو مراسمو کې چې د بېسيسي په مرکزي دفتر کې جوړشوي و، د دې راډیو اوسنیو او پخوانیو کارکوونکو ګډون کړی و او د خپلو خاطرو یاد یې تازه کړ.